۰

کندهار کې پر رومانیايي سرتېرو چاودنه شوې ده

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۱
کندهار کې د رومانیايي سرتېرو په ګزمه د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې په کې د دغه هېواد دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
کندهار کې پر رومانیايي سرتېرو چاودنه شوې ده
کندهار کې د رومانیايي سرتېرو په ګزمه د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې په کې د دغه هېواد دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د رومانیا دفاع وزارت تایید کړې، چې کندهار کې یې پر سرتېرو چاودنه شوې او دوه تنه یې ټپیان شوي دي.

دغه وزارت ویلي، د دوی پر سرتېرو د خپل مسوولیت په ساحه کې پر داسې مهال چې ګزمه یې کوله چاودنه شوې ده او دوه سرتېري په کې ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، د ټپي سرتېرو روغتیايي وضعیت ښه ده.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر تړون وروسته لومړی ځل دی، چې افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي