د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو ټول ټاکنیز حساس مواد له ولایتونو مرکز کابل ته رسېدلي او د لېږد پروسه یې بشپړه شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي زیاتوي، چې تېره شپه له ټولو ولایتونو څخه مرکز کابل ته د ټاکنو موادو د لېږد پروسه بشپړه شوه.
د هغه په وینا په یاده موادو، کې محافظتي کڅوړې او بایومتریک وسایل شامل دی، چې د ملي او نړیوالو ناظرینو په حضور کې به خلاص او د پروسس لپاره به د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته واستول شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند زیاتوي، چې د اتو ولایتونو د پایلو فورمونه هم د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته لېږل شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې ۶زره فورمونه د انتک، سکن او تصفیې په ګډون د ځينو پړاوونو تر تېرولو وروسته په سیستم کې داخلولو ته تیار شوي دي.
د یادونې ده، چې پرون د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله هم و ویل، چې د ۲۲ ولایتونو مواد رسېدلي او د پاتې ولایتونو مواد به هم تر نن شپې (تېرې شپې) پورې مرکز ته را انتقال شي.
نوموړي و ویل، چې مرکز ته د مواد له بشپړېدو سره به سم د ټاکنو اړوند نورې پروسې هم چې کار یې پیل شوی د تلې تر ۲۷ مې پورې بشپړې او په همدې ورځ به د ولسمشریزه ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
جمهورخبري آژانس:کابل