۰

د ولسمشرۍ ټاکنو ټول ټاکنیز مواد مرکز ته رسېدلي دي

یکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۲
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو ټول ټاکنیز حساس مواد له ولایتونو مرکز کابل ته رسېدلي او د لېږد پروسه یې بشپړه شوه.
د ولسمشرۍ ټاکنو ټول ټاکنیز مواد مرکز ته رسېدلي دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو ټول ټاکنیز حساس مواد له ولایتونو مرکز کابل ته رسېدلي او د لېږد پروسه یې بشپړه شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي زیاتوي، چې تېره شپه له ټولو ولایتونو څخه مرکز کابل ته د ټاکنو موادو د لېږد پروسه بشپړه شوه.

د هغه په وینا په یاده موادو، کې محافظتي کڅوړې او بایومتریک وسایل شامل دی، چې د ملي او نړیوالو ناظرینو په حضور کې به خلاص او د پروسس لپاره به د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته واستول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند زیاتوي، چې د اتو ولایتونو د پایلو فورمونه هم د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته لېږل شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې ۶زره فورمونه د انتک، سکن او تصفیې په ګډون د ځينو پړاوونو تر تېرولو وروسته په سیستم کې داخلولو ته تیار شوي دي.

د یادونې ده، چې پرون د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله هم و ویل، چې د ۲۲ ولایتونو مواد رسېدلي او د پاتې ولایتونو مواد به هم تر نن شپې (تېرې شپې) پورې مرکز ته را انتقال شي.

نوموړي و ویل، چې مرکز ته د مواد له بشپړېدو سره به سم د ټاکنو اړوند نورې پروسې هم چې کار یې پیل شوی د تلې تر ۲۷ مې پورې بشپړې او په همدې ورځ به د ولسمشریزه ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي