سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د وږي ۲۹ مه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.
امنیتي چارواکي وایي، د ولسي وګړو مني بوس موټر له سپین بولدک د کندهار ښار په لور روان و، چې سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې.
د دوی په وینا چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو کورنیو چارو وزارت یې پړه په وسله والو طالبانو اچولې ده.
جمهورخبري آژانس:کندهار