ټاکل شوې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غونده به نن شنبې د وږي ۱۶ مه جوړېږي، چې په کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ګډون ولري.
غونده په اسلام آباد کې جوړېدونکې ده او به کې به په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د ترهګرۍ ضد مبارزې او درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشي.
راپورونه وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په همدې موخه اسلام آباد ته رسېدلی دی او غونده کې به ګډون وکړي.
د یاونې ده، چې تر دې وړاندې هم د کابل، اسلام آباد او بېجنګ تر منځ ورته غونډې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل