سیمه ییز چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي، طالبانو له څلورو خواو په قندوز ښار بریدونه پیل کړي او سخته جګړه لا هم روانه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په وینا طالبانو تېره شپه ( د وږي ۸مه) په دغه ښار حمله کړې، چې جګړه اوس د ښار څنډو ته رسېدلي او لا هم په شدت جریان لري.
د قندوز د ولایتي شورا غړي مولوي عبدالله جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو له نیمې شپې راهیسې په ښار بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.
د هغه په وینا که وضعیت او جګړه همداسې دوام وکړي، خلکو ته به زیات زیان واوړي او ښار به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د قندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم جمهور آژانس ته په ښار د طالبانو د برید پخلی وکړ، خو د ښار د سقوط کېدو خبره یې په کلکه رد کړه.
هغه و ویل، چې سمیې ته تازه دمه افغان ځواکونه رسېدلي او دېر ژر به طالبان په شاه وتمبوي.
سیمه ییزه چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ادعا کړې، چې د ښار ځینې برخې یې نیولې او قندوز ښار ته د ننه شوي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي طالبانو د سه صد فامیلیو سیمه نیولې او په نورو برخو کې د پرمختګ په حال کې دي.
د یادونې ده، چې قندوز ښار یو ځل په ۱۳۹۴ او بیا په ۱۳۹۵ کې د طالبانو لاس ته لوېدلی و، چې بېرته ترې افغان ځواکونو ونیوه.
جمهورخبري آژانس:قندوز