۰
د ولایتي شورا غړي:

په قندوز ښار د طالبانو برید، جګړه روانه ده او ښار له سقوط سره مخ دی

شنبی ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
سیمه ییز چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي، طالبانو له څلورو خواو په قندوز ښار بریدونه پیل کړي او سخته جګړه لا هم روانه ده.
په قندوز ښار د طالبانو برید، جګړه روانه ده او ښار له سقوط سره مخ دی
سیمه ییز چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي، طالبانو له څلورو خواو په قندوز ښار بریدونه پیل کړي او سخته جګړه لا هم روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په وینا طالبانو تېره شپه ( د وږي ۸مه) په دغه ښار حمله کړې، چې جګړه اوس د ښار څنډو ته رسېدلي او لا هم په شدت جریان لري.

د قندوز د ولایتي شورا غړي مولوي عبدالله جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو له نیمې شپې راهیسې په ښار بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

د هغه په وینا که وضعیت او جګړه همداسې دوام وکړي، خلکو ته به زیات زیان واوړي او ښار به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د قندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم جمهور خبري آژانس ته په ښار د طالبانو د برید پخلی وکړ، خو د ښار د سقوط کېدو خبره یې په کلکه رد کړه.

هغه و ویل، چې سمیې ته تازه دمه افغان ځواکونه رسېدلي او دېر ژر به طالبان په شاه وتمبوي.

سیمه ییزه چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ادعا کړې، چې د ښار ځینې برخې یې نیولې او قندوز ښار ته د ننه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي طالبانو د سه صد فامیلیو سیمه نیولې او په نورو برخو کې د پرمختګ په حال کې دي.

د یادونې ده، چې قندوز ښار یو ځل په ۱۳۹۴ او بیا په ۱۳۹۵ کې د طالبانو لاس ته لوېدلی و، چې بېرته ترې افغان ځواکونو ونیوه.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي