په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، له امریکا سره د سولې په موافقه کې به اوربند او د افغانستان له استازو سره د طالبانو خبرې شاملې وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین دغه څرګندونې پرون جمعه د زمري ۱۸ مه ساوشېټېډ پرس خبري آژانس سره خبرو کې کړې دي.
سهیل شاهین زیاته کړې، چې له امریکا د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی او تمه ده، چې د دې دور په پای کې به موافقه نهايي او تړون به لاسلیک شي.
نوموړي د توافق لیک په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړې، چې په موافقه کې به اوربند او د افغانستان له استازو سره د طالبانو خبرې شاملې وي.
شاهین په دې اړه هم جزیات نه دي ورکړي، چې د افغانستان له استازو یې موخه د افغان حکومت له رسمي استازو سره خبرې دي که نور سیاسیون.
خو وړاندې تر دې طالبانو ویلي، چې په بین الاافغاني خبرو کې به د کابل له ادارې سره د حکومت په حیث نه بلکې، د فردي سیاسیون په شان خبرې کوي.
په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې نهايي شوي او د موافقه لیک یوه کاپي افغان حکومت ته هم رسېدلې.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا خبره رد کړې، چې ګڼې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقه نهايي شوې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د سولې په تړاو ټول جزیات له افغان حکومت سره شریک شوي خو د امریکا او طالبانو موافقه نهايي شوې نه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل