د سمنګان د ولایتي شورا غړی:

طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ مسافر برمته کړي

14 اسد 1398 ساعت 16:00

د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی حاجي صفت الله سمنګاني وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ تنه مسافر له موټره ښکته او برمته کړي یې دي.


د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی حاجي صفت الله سمنګاني وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ تنه مسافر له موټره ښکته او برمته کړي یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سمنګاني زیاتوي، چې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۱۳ مه ماښام مهال د سمنګان خرم سار باغ په لار رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا مسافر له ایبک ښار نه خرم سارباغ ولسوالۍ ته روان و، چې په لار کې طالبانو له موټره ښکته او برمته کړي یې دي.

نوموړي ویلي د برمته شویو کسانو شمېر له ۲۵ تر ۳۰ پورې دی، چې په کې د استیناف رییس او د امنیه قوماندانۍ یو افسر هم شامل دي.

د وايي، طالبانو تر دې دمه ۲۰ مسافر برېته خوشي کړي، خو د نورو برخلیک لا هم نه دی معلوم.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي هم د پېښې پخلی کوي او وايي، ګڼ مسافر بېرته خوشي شوي او د پاتې د خلاصون هڅې روانې دي.

نوموړی ویلي، امنیه قوماندان هم خرم سارباغ ولسوالۍ ته ځان رسولی او پاتې نور مسافر به هم ژر د طالبانو له منګولو راخلاص شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 


د مطلب کود: 119146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com