۰
د سمنګان د ولایتي شورا غړی:

طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ مسافر برمته کړي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۰
د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی حاجي صفت الله سمنګاني وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ تنه مسافر له موټره ښکته او برمته کړي یې دي.
طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ مسافر برمته کړي
د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی حاجي صفت الله سمنګاني وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۳۰ تنه مسافر له موټره ښکته او برمته کړي یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سمنګاني زیاتوي، چې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۱۳ مه ماښام مهال د سمنګان خرم سار باغ په لار رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا مسافر له ایبک ښار نه خرم سارباغ ولسوالۍ ته روان و، چې په لار کې طالبانو له موټره ښکته او برمته کړي یې دي.

نوموړي ویلي د برمته شویو کسانو شمېر له ۲۵ تر ۳۰ پورې دی، چې په کې د استیناف رییس او د امنیه قوماندانۍ یو افسر هم شامل دي.

د وايي، طالبانو تر دې دمه ۲۰ مسافر برېته خوشي کړي، خو د نورو برخلیک لا هم نه دی معلوم.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي هم د پېښې پخلی کوي او وايي، ګڼ مسافر بېرته خوشي شوي او د پاتې د خلاصون هڅې روانې دي.

نوموړی ویلي، امنیه قوماندان هم خرم سارباغ ولسوالۍ ته ځان رسولی او پاتې نور مسافر به هم ژر د طالبانو له منګولو راخلاص شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي