د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا سیف د چلډرن موسیسې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې ښوونځیو ته نېږدې له بریدونو او چاودنو ډډه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه غبرګون په غزني کې د پرونۍ موټر بم چاودنې او غور کې ماین چاودنې وروسته څرګند کړی دی.
غزني کې پرون د ملي امنیت په یوه مرکز چې د شامیر لېسې ته نېږدې و وسله والو طالبانو موټر بم برید وکړ، چې په کې تر ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه برید ډېری قربانیان ولسي وګړي او د ښوونځي ماشومان وو.
سیف دي چلډرن موسسه وايي، په دې برید کې ډېر شمېر ماشومانو په سر، غاړه او سینه ټپونه خوړلي دي او ډاکټرانو هم ورته ویلي دي چې د ګڼو ټپي ماشومانو وضعیت نازک دی.
دغه راز یادې ادارې ویلي، په غور کې هم یوې بمي چاودنې ۶ ماشومان وژلي دي چې د دوی اندېښنه یې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه زیاته کړې ده.
د سیف دي چلډرن مسوول اونو ون منون وايي، ښکېلې غاړې دې ښوونځیو ته نږدې بریدونه بس کړي، ځکه ماشومان جګړې ته نه دي بلل شوي او پکار نه ده چې د جګړې بیه پرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل