۰
د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره:

د جګړې ښکېلې غاړې د ښوونځیو ته نېږدې جګړې او بریدون بس کړي

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا سیف د چلډرن موسیسې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې ښوونځیو ته نېږدې له بریدونو او چاودنو ډډه وکړي.
د جګړې ښکېلې غاړې د ښوونځیو ته نېږدې جګړې او بریدون بس کړي
د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا سیف د چلډرن موسیسې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې ښوونځیو ته نېږدې له بریدونو او چاودنو ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه غبرګون په غزني کې د پرونۍ موټر بم چاودنې او غور کې ماین چاودنې وروسته څرګند کړی دی.

غزني کې پرون د ملي امنیت په یوه مرکز چې د شامیر لېسې ته نېږدې و وسله والو طالبانو موټر بم برید وکړ، چې په کې تر ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغه برید ډېری قربانیان ولسي وګړي او د ښوونځي ماشومان وو.

سیف دي چلډرن موسسه وايي، په دې برید کې ډېر شمېر ماشومانو په سر، غاړه او سینه ټپونه خوړلي دي او ډاکټرانو هم ورته ویلي دي چې د ګڼو ټپي ماشومانو وضعیت نازک دی.

دغه راز یادې ادارې ویلي، په غور کې هم یوې بمي چاودنې ۶ ماشومان وژلي دي چې د دوی اندېښنه یې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه زیاته کړې ده.

د سیف دي چلډرن مسوول اونو ون منون وايي، ښکېلې غاړې دې ښوونځیو ته نږدې بریدونه بس کړي، ځکه ماشومان جګړې ته نه دي بلل شوي او پکار نه ده چې د جګړې بیه پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي