هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغول شو

17 سرطان 1398 ساعت 14:47

د هرات پولیسو په دغه ولایت کې یو تن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.


د هرات پولیسو په دغه ولایت کې یو تن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له انسان تښتوونکو راخلاص شوی کس امید نومېږي.

د هرات د پولیسو قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایيو امید څو ورځې وړاندې د هرات ښار د یوولسمې حوزې په اړوند نواباد سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښول شوی و.

د هغه په وینا د دې ځوان له تښتونې وروسته پولیسو د هغه خلاصون په موخه یې یو لړ عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 118106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com