د هرات پولیسو په دغه ولایت کې یو تن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له انسان تښتوونکو راخلاص شوی کس امید نومېږي.
د هرات د پولیسو قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایيو امید څو ورځې وړاندې د هرات ښار د یوولسمې حوزې په اړوند نواباد سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښول شوی و.
د هغه په وینا د دې ځوان له تښتونې وروسته پولیسو د هغه خلاصون په موخه یې یو لړ عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
جمهورخبري آژانس:هرات