د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین الافغاني خبرو کوربانه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې به تازه ټوېټ کې کړې او له جرمني او قطر څخه مننه کړې چې د بین الافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربه توب چارې يې پر غاړه اخیستي.
د نوموړي په خبره دا د سولې په روانو هڅو کې یو مهم ګام دی او دی هیله لري چې روان ناورین د خبرو له لارې حل کړل شي.
خلیلزاد ویلي، هیله لري، چې د دوحې په بین الاافغاني مذاکراتو کې د افغانستان څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکي کېښودل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، ډېر هیله من دی او د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکی کنفرانس به دغه هیلې نورې هم ډېرې کړي.
د هغه په وینا د قطر په دوحه کې د جولای په اوومه او اتمه کېدونکی بین الافغاني ډیالوګ کنفرانس د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېر مهم دی او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.
خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین و ویل، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش له اعلان وروسته به طالبان بین الاافغاني خبرې پیل کړي، خو له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې ونه شي.
باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرې شنبې ورځې راهیسې، پر افغان سوله خبرې روانې دي، چې دواړه لوري په کې د پرمختګ خبر ورکوي.
د خبرو جزیات لا نه دي په ډاګه شوي خو ویل کېږي، دواړه لوري، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند راټولې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل