۰
خلیلزاد:

راوتلونکې اوونۍ به جرمني او قطر کې د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین الافغاني خبرو کوربانه وي.
راوتلونکې اوونۍ به جرمني او قطر کې د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین الافغاني خبرو کوربانه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې به تازه ټوېټ کې کړې او له جرمني او قطر څخه مننه کړې چې د بین الافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربه توب چارې يې پر غاړه اخیستي.

د نوموړي په خبره دا د سولې په روانو هڅو کې یو مهم ګام دی او دی هیله لري چې روان ناورین د خبرو له لارې حل کړل شي.

خلیلزاد ویلي، هیله لري، چې د دوحې په بین الاافغاني مذاکراتو کې د افغانستان څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکي کېښودل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، ډېر هیله من دی او د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکی کنفرانس به دغه هیلې نورې هم ډېرې کړي.

د هغه په وینا د قطر په دوحه کې د جولای په اوومه او اتمه کېدونکی بین الافغاني ډیالوګ کنفرانس د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېر مهم دی او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین و ویل، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش له اعلان وروسته به طالبان بین الاافغاني خبرې پیل کړي، خو له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې ونه شي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرې شنبې ورځې راهیسې، پر افغان سوله خبرې روانې دي، چې دواړه لوري په کې د پرمختګ خبر ورکوي.

د خبرو جزیات لا نه دي په ډاګه شوي خو ویل کېږي، دواړه لوري، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند راټولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي