پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

8 سرطان 1398 ساعت 10:03

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یو این ایچ سی ار نن شنبې د چنګاښ ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د حکومت کابینې دغه موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  په پاکستان کې ۱،۴ میلیون راجستر شوي افغان کډوال میشت دي او دوی کولی شي، په قانوني توګه د یوه بل کال لپاره هلته پاتې شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري د پاکستان د دغه اقدام هرکلی او ستاینه یې کړې ده.

د دې ادارې مشرې مینیکدیویلا ویلي، پاکستان له تېرو څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه توب کوي او دوی به له پاکستان سره په دې برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117795

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117795/

جمهور
  https://www.jomhornews.com