۰

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

شنبی ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو این ایچ سی ار نن شنبې د چنګاښ ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د حکومت کابینې دغه موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  په پاکستان کې ۱،۴ میلیون راجستر شوي افغان کډوال میشت دي او دوی کولی شي، په قانوني توګه د یوه بل کال لپاره هلته پاتې شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري د پاکستان د دغه اقدام هرکلی او ستاینه یې کړې ده.

د دې ادارې مشرې مینیکدیویلا ویلي، پاکستان له تېرو څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه توب کوي او دوی به له پاکستان سره په دې برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي