لوګر او نورستان کې د چاودنو مخه نیول شوې ده

20 جوزا 1398 ساعت 13:06

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په نورستان او لوګر ولایت کې د خونړیو چاودنو د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په نورستان او لوګر ولایت کې د خونړیو چاودنو د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو په نورستان ولایت کې ۵۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیولي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او د نورستان مرکز پارون ښار ته د چاودنې په موخه لېږدول کېدل.

کورنیو چارو وزارت وايي، د نورستان د امنیه قوماندانۍ پولیسو پر وخت اقدام کړی او دغه چاودنکي توکي یې له دوه تنه لېږدونکو سره یو ځای د پارون ښار په اړوند سیمو کې نیولي دي.

بل خوا وزارت وايي، د لوګر پولیسو هم په دغه ولایت کې د یوې چاودنې د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، طالبانو د لوګر ولایت د مرکز په اړوند شش کلا سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره یو کړۍ ماین اېښی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117174

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117174/

جمهور
  https://www.jomhornews.com