۰

لوګر او نورستان کې د چاودنو مخه نیول شوې ده

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په نورستان او لوګر ولایت کې د خونړیو چاودنو د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.
لوګر او نورستان کې د چاودنو مخه نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په نورستان او لوګر ولایت کې د خونړیو چاودنو د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو په نورستان ولایت کې ۵۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیولي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او د نورستان مرکز پارون ښار ته د چاودنې په موخه لېږدول کېدل.

کورنیو چارو وزارت وايي، د نورستان د امنیه قوماندانۍ پولیسو پر وخت اقدام کړی او دغه چاودنکي توکي یې له دوه تنه لېږدونکو سره یو ځای د پارون ښار په اړوند سیمو کې نیولي دي.

بل خوا وزارت وايي، د لوګر پولیسو هم په دغه ولایت کې د یوې چاودنې د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، طالبانو د لوګر ولایت د مرکز په اړوند شش کلا سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره یو کړۍ ماین اېښی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي