سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیدآباد ولسوال حاجي امیر محمد ملکزي ویلي، طالبانو نن دوشنبې د غوایي ۳۰ مه د سالارو په سمیه کې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې.
نوموړي زیاته کړې، چې د لارې بندېدو له امله سلګونه مسافر او باروړونکي موټر بند پاتې دي، او وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي.
د هغه په وینا کابو ۴۰۰ پورې موټر به بند پاتې وي او دا مهال په سیمه کې جګړه روانه ده.
د تراسپورتي شرکتونو مسوولین هم د لارې د بندېدو او په کې د ۴ زره مسافره د بند پاتې کېدو پخلی کوي وايي، تر اوسه د دغه لارې د خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ