ولسمشر غني د المان له ځانګړي استازي سره وکتل

26 ثور 1398 ساعت 13:06

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان د ځانګړي استازي مارکوزپوټزیل سره کتلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان د ځانګړي استازي مارکوزپوټزیل سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني نن پنشنبې د غوايي ۲۶ مه له غرمې مخکې له پوټزیل سره په ارګ کې وکتل.

خبرپانه وایي، د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي د بین الافغاني  ډیالوګ د اسانتیا برابرولو په برخه کې د خپل هیواد د چمتووالي خبر  ورکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي ویلي، المان د سولې پروسه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته اماده دی.

ولسمشر غني هم په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه کړې ویلي یې دي، چې د افغان حکومت یواځینۍ موخه د  تل پاتې سولې ټینګښت دی او د هر هغه ګام هرکلی کوو چې موږ دغې موخې ته رسوي.

افغان ولسمشر زیاته کړې، دا چې المان چمتو دی د بین الافغاني ډیالوګ د اسانتیا برابرونکي رول تر سره کړي موږ یې قدرداني کوو او د افغانستان حکومت په دې برخه کې هر اړخیزه هڅه او همکاري کوي چې دا حرکت بریالیتوب ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com