۰

ولسمشر غني د المان له ځانګړي استازي سره وکتل

پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان د ځانګړي استازي مارکوزپوټزیل سره کتلي دي.
ولسمشر غني د المان له ځانګړي استازي سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان د ځانګړي استازي مارکوزپوټزیل سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني نن پنشنبې د غوايي ۲۶ مه له غرمې مخکې له پوټزیل سره په ارګ کې وکتل.

خبرپانه وایي، د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي د بین الافغاني  ډیالوګ د اسانتیا برابرولو په برخه کې د خپل هیواد د چمتووالي خبر  ورکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي ویلي، المان د سولې پروسه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته اماده دی.

ولسمشر غني هم په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه کړې ویلي یې دي، چې د افغان حکومت یواځینۍ موخه د  تل پاتې سولې ټینګښت دی او د هر هغه ګام هرکلی کوو چې موږ دغې موخې ته رسوي.

افغان ولسمشر زیاته کړې، دا چې المان چمتو دی د بین الافغاني ډیالوګ د اسانتیا برابرونکي رول تر سره کړي موږ یې قدرداني کوو او د افغانستان حکومت په دې برخه کې هر اړخیزه هڅه او همکاري کوي چې دا حرکت بریالیتوب ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي