غني له مېرمن ویلز سره ټرمپ ته پر استول شوي لیک خبرې کړې

23 ثور 1398 ساعت 13:35

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز پرون یکشنبې د غوايي ۲۲ مه کابل ته راغلې او ارګ کې یې ولسمشر غني ورسره وکتل.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې ولسمشر ټرمپ ته د ولسمشر غني له لوري د استول شوي لیک په اړه هم خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، دواړو خواوو د سولې په روانو مذاکراتو او پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په اړه بحث وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«په دې کتنه کې دواړو لوریو د ښې حکومتولې او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې په اړه چې په دې وروستیو کې جمهور رئیس غني په یوه لیک کې جمهور رئیس ټرمپ ته وړاندیز کړی و، بحث او خبرې وکړې»

باید و ویل شي، چې د نیویارک ټایمز د راپور په اساس ولسمشر غني څه موده مخکې ښاغلي ټرمپ ته یو لیک استولی و او په کې ویلي یې و، چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر نژدې ۳۰۰۰ ته راښکته کړي او خپل مالي لګښتونو کې هم د کال دوه میلیارد ډالر کموالی راولي.

دا په داسې حال کې ده، د جمعې په ورځ امریکايي چارواکو وویل چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د دېوال د یوې برخې د جوړولو لپاره د امریکا د دفاع وزارت له بودجې یو نیم ملیارد ډالره اخیستل کېږي.

په دې پیسو کې به ۶۰۴ ملیون ډالره له هغو پیسو وګرځول شي چې د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ځانګړي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com