ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په جلا جلا خبرپاڼو کې په کندهارو، اروزګان او هلمند ولایت کې د ۴۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه په خبرپاڼه کې وايي، افغان پوځیانو د اروزګان په مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې عملیات کړي.
خبرپانه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او د هغوی د ماین جوړولو یوه فابریکه هم له منځه وړل شوې ده.
سرچینه زیاتوی، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو درې میله کلاشنکوف، ۲ میله اېم ۱۶، یو موټی راکټ، ۲ پایې مخابرې، ۲۷ عدده د ماین پلېټونه او ۱۷ کړۍ ماینونه هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
بل خوا کورنیو چارو وزارت هم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پولیسو او طالبانو تر منځ د کندهار د معروف ولسوالۍ په نادر خان کلي کې جګړه شوې ده.
خبرپاڼه وايي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان خو افغان پولیسو ته په کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي ملي پولیسو تېره شپه د ننګرهار په بټي کوټ او د کندوز په چهار درې ولسوالیو کې څلور تنه وسله وال نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، له یادو کسانو له یادو کسانو یو میل کلاشینکوف، نهه ډزه د راکټ انداز ګولۍ، درې کړۍ ماینونه، دوه صندوقه د پيکا ګولۍ، ۲۰۰ ډزه د کلاشیکوف ګولۍ، یو ثوب پرتله او درې عدده شاجورونه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو د درې واړه پېښېو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل