له ګڼو مخالفتونو سره لویه مشورتي جرګه نن پیلېږي

9 ثور 1398 ساعت 9:38

د ګڼ شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه نن دوشنبې د غوايي ۹ مه کابل کې جوړه او پیل شي.


د ګڼ شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه نن دوشنبې د غوايي ۹ مه کابل کې جوړه او پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جرګې ته چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه کابو درې زره استازي راغوښتل شوي ښايي تر څو شېبو پورې د ولسمشر غني په وینا پرانستل شي.

د جرګې غړي به تر دریو ورځو پورې په جلا جلا کمېټو کې د سولې په اړه نظرونه سره شریک او حکومت ته به د سولې په اړه کړنلاره پر لاس ورکړي.

د دغه جرګې لپاره کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، او ان د لویې جرګې خواته سیمو کې پلیو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com