د پلازمېنې کابل د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته مخې ته لومړۍ چاودنه شوې او وروسته وسله والو کسان دغه وزارت ته ننوتي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه او برید نن شنبې د وري ۳۱ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰ بجې وشوه او دا مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د چاودنې او پر دغه وزارت د وسله وال برید پخلي کوي وايي، تر چاودنې وروسته وسله وال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت انګړ ته د ننه شوي دي.
اوس هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ ډزې روانې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دی ورکړل شوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، درې تنو وسله والو پر دغه وزارت برید کړی، چې دوه تنه یې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده، خو امنیتي ځواکونه ځکه ورو مخ ته ځي، څو د یاد وزارت کارکوونکي روغ رمټ وژغوري.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه یو ټپي روغتون ته وړل شوی، امبولانسونه سیمه ته لېږل شوي او ټول روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی.
د عیني شاهدانو په وینا دوی تر اوسه د څلورو چاودنو غږونه اورېدلي او لا هم جګړه روانه او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
جمهورخبري آژانس:کابل