۰

پر مخابراتو وزارت برید،دوه بریدګر وژل شوي، جګړه لا هم روانه ده

شنبی ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۳
د پلازمېنې کابل د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته مخې ته لومړۍ چاودنه شوې او وروسته وسله والو کسان دغه وزارت ته ننوتي دي.
پر مخابراتو وزارت برید،دوه بریدګر وژل شوي، جګړه لا هم روانه ده
د پلازمېنې کابل د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته مخې ته لومړۍ چاودنه شوې او وروسته وسله والو کسان دغه وزارت ته ننوتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه او برید نن شنبې د وري ۳۱ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰ بجې وشوه او دا مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د چاودنې او پر دغه وزارت د وسله وال برید پخلي کوي وايي، تر چاودنې وروسته وسله وال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت انګړ ته د ننه شوي دي.

اوس هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ ډزې روانې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دی ورکړل شوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، درې تنو وسله والو پر دغه وزارت برید کړی، چې دوه تنه یې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده، خو امنیتي ځواکونه ځکه ورو مخ ته ځي، څو د یاد وزارت کارکوونکي روغ رمټ وژغوري.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه یو ټپي روغتون ته وړل شوی، امبولانسونه سیمه ته لېږل شوي او ټول روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی.

د عیني شاهدانو په وینا دوی تر اوسه د څلورو چاودنو غږونه اورېدلي او لا هم جګړه روانه او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي