پکتیکا کې د حقاني شبکې ۱۳ غړي وژل شوي دي

15 حمل 1398 ساعت 10:24

په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکو پکتیکا ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د حقاني شبکې د ۱۳ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکو پکتیکا ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د حقاني شبکې د ۱۳ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۳ تندر قول اردو نن پنشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان پوځ د پکتیکا ولایت د د نکې ولسوالۍ په اوخي سیمه کې د حقاني شبکې د وسله والو پر پټنځایونو ځمکني او هوایي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه عملیاتو کې د یادې شبکې د یوه سرګروپ په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل شوی سرګروپ ملا هلمند نومېږي او دغه راز په عملیاتو کې شپني لر وینونونه، د راکټ مرمۍ او ۸ میله کلاشنکوفونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 


د مطلب کود: 115095

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115095/

جمهور
  https://www.jomhornews.com