۰

پکتیکا کې د حقاني شبکې ۱۳ غړي وژل شوي دي

پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۴
په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکو پکتیکا ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د حقاني شبکې د ۱۳ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
پکتیکا کې د حقاني شبکې ۱۳ غړي وژل شوي دي
په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکو پکتیکا ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د حقاني شبکې د ۱۳ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۳ تندر قول اردو نن پنشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان پوځ د پکتیکا ولایت د د نکې ولسوالۍ په اوخي سیمه کې د حقاني شبکې د وسله والو پر پټنځایونو ځمکني او هوایي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه عملیاتو کې د یادې شبکې د یوه سرګروپ په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل شوی سرګروپ ملا هلمند نومېږي او دغه راز په عملیاتو کې شپني لر وینونونه، د راکټ مرمۍ او ۸ میله کلاشنکوفونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي