ولسمشر په برېښنايي پېژند پاڼو کې د ساداتو قوم د درج فرمان ورکړ

25 حوت 1397 ساعت 9:30

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ساداتو د درج کېدو په اړه تازه فرمان صادر کړی، چې په دې سره به سادات هم رسمآ افغانستان کې مېشتو قومونو ډله کې زیات شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ساداتو د درج کېدو په اړه تازه فرمان صادر کړی، چې په دې سره به سادات هم رسمآ افغانستان کې مېشتو قومونو ډله کې زیات شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ساداتو قوم له یو شمېر مشرانو او ځونانو سره په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه، چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې به د دوی د قوم نوم درج شي او په دې اړه به یو ځانګړی فرمان صادر کړي.

ولسمشر غني پرون جمعه د کب ۲۴ مه دغه فرمان صادر کړی چې په دې سره به د ساداتو نوم هم په برېښنايي پېژندپاڼو کې درج کړی شي.

د ولسمشر په دغه فرمان کې راغلي، چې«د ساداتو قوم د دې غوښتې په اړه چې په برېښنايي تذکره کې د دوی نوم ثبت شي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې د عالي شورا د پرېکړې او د ولسمشر ماڼۍ د حکم سره سم په برېښنايي پېژندپاڼو کې د سادات قول رسمي درج کول منظور دي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114503

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114503/

جمهور
  https://www.jomhornews.com