۰

ولسمشر په برېښنايي پېژند پاڼو کې د ساداتو قوم د درج فرمان ورکړ

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ساداتو د درج کېدو په اړه تازه فرمان صادر کړی، چې په دې سره به سادات هم رسمآ افغانستان کې مېشتو قومونو ډله کې زیات شي.
ولسمشر په برېښنايي پېژند پاڼو کې د ساداتو قوم د درج فرمان ورکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ساداتو د درج کېدو په اړه تازه فرمان صادر کړی، چې په دې سره به سادات هم رسمآ افغانستان کې مېشتو قومونو ډله کې زیات شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ساداتو قوم له یو شمېر مشرانو او ځونانو سره په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه، چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې به د دوی د قوم نوم درج شي او په دې اړه به یو ځانګړی فرمان صادر کړي.

ولسمشر غني پرون جمعه د کب ۲۴ مه دغه فرمان صادر کړی چې په دې سره به د ساداتو نوم هم په برېښنايي پېژندپاڼو کې درج کړی شي.

د ولسمشر په دغه فرمان کې راغلي، چې«د ساداتو قوم د دې غوښتې په اړه چې په برېښنايي تذکره کې د دوی نوم ثبت شي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې د عالي شورا د پرېکړې او د ولسمشر ماڼۍ د حکم سره سم په برېښنايي پېژندپاڼو کې د سادات قول رسمي درج کول منظور دي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي