ډاکتر عبدالله پاریس ته ولاړ

28 عقرب 1397 ساعت 10:59

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته رسېدلی دی.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاریس ته د عبدالله او ورسره پلاوي د سفر موخه د اروپا د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کول دي.

د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه پاریس ښار ته رسېدلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی به د اروپا د ۲۰۱۸ کال د اقتصادي همکاریو پراخیتا سازمان په غونده کې د ګډون تر څنګ هلته وینا هم ولري.

سرچینه وايي، عبدالله به په خپله وینا کې د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، پانګونې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې د کنفرانس له کډونوالو سره شریکې او په دې برخو کې به د هغوی څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی به د دې کنفرانس تر څنګ د فرانسې له لوړ پوړو چارواکو، د اقتصادي همکاریو د پراختیا سازمان له رییس، د یونسکو له رییس او د کنفرانس له مشرتابه پلاوي سره ناستې او خبرې ولري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اجرائیه رییس به له فرانسوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سیمې او نړۍ په اړیکو او دغه راز د افغانستان د سیاسي او امنیتي اوضاع په اړه خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
 


د مطلب کود: 110432

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110432/

جمهور
  https://www.jomhornews.com