د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاریس ته د عبدالله او ورسره پلاوي د سفر موخه د اروپا د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کول دي.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه پاریس ښار ته رسېدلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی به د اروپا د ۲۰۱۸ کال د اقتصادي همکاریو پراخیتا سازمان په غونده کې د ګډون تر څنګ هلته وینا هم ولري.
سرچینه وايي، عبدالله به په خپله وینا کې د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، پانګونې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې د کنفرانس له کډونوالو سره شریکې او په دې برخو کې به د هغوی څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی به د دې کنفرانس تر څنګ د فرانسې له لوړ پوړو چارواکو، د اقتصادي همکاریو د پراختیا سازمان له رییس، د یونسکو له رییس او د کنفرانس له مشرتابه پلاوي سره ناستې او خبرې ولري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اجرائیه رییس به له فرانسوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سیمې او نړۍ په اړیکو او دغه راز د افغانستان د سیاسي او امنیتي اوضاع په اړه خبرې اترې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل