افغانستان او ترکمنستان د برېښنا برخه کې نوی تړون لاسلیک کړی

22 میزان 1397 ساعت 11:08

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان تر منځ د انرژۍ د لېږد د ګډې پروژې اړوند یو بل تړون هم لاسلیک کړی دی.


د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان تر منځ د انرژۍ د لېږد د ګډې پروژې اړوند یو بل تړون هم لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اذربایجانۍ ورځپاڼه اذر نیوز لیکي، چې دغه تړون پرون شنبې د تلې ۲۱ مه د ترکمن او افغان چارواکو تر منځ لاسلیک شو.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د دې تړون پر بنسټ به ، ترکمنستان د افغانستان د کندهار ولایت په ګډون څو ولایتونو ته درې درې سوه میګاواټه برېښنا ورکوي او دغه کچه به تر زر میګاواټه پورې ورسېږي.

ترکمنستان هیله څرګنده کړې چې د ورته همکاریو پر مټ وکړی شي د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ خپله ونډه پر ځای کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com