د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان تر منځ د انرژۍ د لېږد د ګډې پروژې اړوند یو بل تړون هم لاسلیک کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اذربایجانۍ ورځپاڼه اذر نیوز لیکي، چې دغه تړون پرون شنبې د تلې ۲۱ مه د ترکمن او افغان چارواکو تر منځ لاسلیک شو.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د دې تړون پر بنسټ به ، ترکمنستان د افغانستان د کندهار ولایت په ګډون څو ولایتونو ته درې درې سوه میګاواټه برېښنا ورکوي او دغه کچه به تر زر میګاواټه پورې ورسېږي.
ترکمنستان هیله څرګنده کړې چې د ورته همکاریو پر مټ وکړی شي د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ خپله ونډه پر ځای کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل