پروان کې وسله والو غلو له یوه صراف څخه پیسې غلا کړي دي

4 میزان 1397 ساعت 11:06

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې ۴ تنه وسله والو غلو له یوه صراف څخه دوه لکه پنځوس زره افغانۍ غلا کړې دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې ۴ تنه وسله والو غلو له یوه صراف څخه دوه لکه پنځوس زره افغانۍ غلا کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د تلې ۴ مه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د چاریکارو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې صالح محمد ويي، څلور تنه وسله وال غله نن سهار ۸ بجې د ښار په منځ کې یوې صرافۍ ته ورغلي او د حبیب خان په نوم دیوه صراف څخه یې دوه لکه پنځوس زره افغانۍ غلا کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پولیسو د غلو د نیولو له پاره پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

په ورته وخت کې صرافان او عیني شاهدان پر پولیسو نیوکه کوي، چې د پېښې پر مهال په سیمه کې حاضر و، خو د غلو د مخنیوي له پاره یې هېڅ اقدام تر سره نه کړ.

د محمد جیمل په نوم یوه صراف جمهور آژانس ته و ویل، چې پولیسو او ترافیکو پر خپلو سترګو لیدل، چې غله غلا کوي، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ.

خو د لومړۍ امنیتي حوزې امر دا خبره رد کړه، چې ګنې پولیسو د پېښې د رامنځ ته کېدو پر مهال په سیمه کې شتون درلود.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
 


د مطلب کود: 108612

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108612/

جمهور
  https://www.jomhornews.com