۰

پروان کې وسله والو غلو له یوه صراف څخه پیسې غلا کړي دي

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې ۴ تنه وسله والو غلو له یوه صراف څخه دوه لکه پنځوس زره افغانۍ غلا کړې دي.
پروان کې وسله والو غلو له یوه صراف څخه پیسې غلا کړي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې ۴ تنه وسله والو غلو له یوه صراف څخه دوه لکه پنځوس زره افغانۍ غلا کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د تلې ۴ مه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د چاریکارو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې صالح محمد ويي، څلور تنه وسله وال غله نن سهار ۸ بجې د ښار په منځ کې یوې صرافۍ ته ورغلي او د حبیب خان په نوم دیوه صراف څخه یې دوه لکه پنځوس زره افغانۍ غلا کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پولیسو د غلو د نیولو له پاره پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

په ورته وخت کې صرافان او عیني شاهدان پر پولیسو نیوکه کوي، چې د پېښې پر مهال په سیمه کې حاضر و، خو د غلو د مخنیوي له پاره یې هېڅ اقدام تر سره نه کړ.

د محمد جیمل په نوم یوه صراف جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې پولیسو او ترافیکو پر خپلو سترګو لیدل، چې غله غلا کوي، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ.

خو د لومړۍ امنیتي حوزې امر دا خبره رد کړه، چې ګنې پولیسو د پېښې د رامنځ ته کېدو پر مهال په سیمه کې شتون درلود.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي