ټاکل شوې په کندهار ولایت کې هم د امنیت د ټينګښت په موخه د ملي اردو په چوکاټ کې سیمه ییز امنیتي ځواک جوړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي، دغه ځواک به د کندهار په څلورو ولسوالیو کې جوړ او غړي به یې هم د کندهار اوسېدونکي وي.
پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ او شاوليکوت هغه ولسوالۍ دي، چې په کې به د ملي اردو په چوکاټ کې سیمه ییز ځواک رامنځ ته کړای شي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود وايي، د رامنځته کېدونکو ځواکونو د دوو ټوليو تشکيل پوره شوی او د پاتې نورو لپاره د کسانو د جذب او روزنې لړۍ روانه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د ملي اردو په سيمه ییزو ځواکونو کې به جذبېدونکو کسانو ته زده کړي ورکول کېږي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.
په ټولنيزو چارو کې د کندهار د والي مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري وایي، هڅه کېږي چې د ملي اردو د سيمه ییزو ځواکونو په تشکيل کې د ولسوالیو لوستي ځوانان جذب شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې هم د ملي اردو په چوکاټ کې د سیمه ییز ځواک د رامنځ ته کولو راپورونه ورکړل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کندهار