۰

کندهار کې هم د ملي اردو سیمه ییز ځواک جوړېږي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۵
ټاکل شوې په کندهار ولایت کې هم د امنیت د ټينګښت په موخه د ملي اردو په چوکاټ کې سیمه ییز امنیتي ځواک جوړ شي.
کندهار کې هم د ملي اردو سیمه ییز ځواک جوړېږي
ټاکل شوې په کندهار ولایت کې هم د امنیت د ټينګښت په موخه د ملي اردو په چوکاټ کې سیمه ییز امنیتي ځواک جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي، دغه ځواک به د کندهار په څلورو ولسوالیو کې جوړ او غړي به یې هم د کندهار اوسېدونکي وي.

پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ او شاوليکوت هغه ولسوالۍ دي، چې په کې به د ملي اردو په چوکاټ کې سیمه ییز ځواک رامنځ ته کړای شي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود وايي، د رامنځته کېدونکو ځواکونو د دوو ټوليو تشکيل پوره شوی او د پاتې نورو لپاره د کسانو د جذب او روزنې لړۍ روانه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملي اردو په سيمه‎ ییزو ځواکونو کې به جذبېدونکو کسانو ته زده کړي ورکول کېږي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.

په ټولنيزو چارو کې د کندهار د والي مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري وایي، هڅه کېږي چې د ملي اردو د سيمه ییزو ځواکونو په تشکيل کې د ولسوالیو لوستي ځوانان جذب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې هم د ملي اردو په چوکاټ کې د سیمه ییز ځواک د رامنځ ته کولو راپورونه ورکړل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي