هلمند کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

19 سنبله 1397 ساعت 10:47

په هلمند ولایت کې د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ پر یوه کور لګېدلې، چې له امله یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په هلمند ولایت کې د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ پر یوه کور لګېدلې، چې له امله یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د هاروان مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې، چې د استوګنې په یوه کور لګېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې پر دغه کور د مرمۍ لګېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې په وژل شوی او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

که څه هم د والي ویاند د پېښې پړه پر طالبانو واچوله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 108118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com