په هلمند ولایت کې د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ پر یوه کور لګېدلې، چې له امله یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د هاروان مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې، چې د استوګنې په یوه کور لګېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې پر دغه کور د مرمۍ لګېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند زیاتوي، چې په وژل شوی او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
که څه هم د والي ویاند د پېښې پړه پر طالبانو واچوله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هلمند