ملګري ملتونه وايي، شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام نه دی درولی او لا هم توغندي او اټومي بمونه جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځینې اسناد رسېدلي، چې ښيي شمالي کوریا لا هم دغه پروګرام ته دوام ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دغه هېواد له بندیزونو سرغړونه کړې ده او په غیر قانوني توګه یې د تېلو پېرلو او وسلو پلورلو ته ادامه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې امریکا هم ویلي وو داسې نښې نښانې ښکاري چې شمالي کوریا د نوو توغندیو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل