کابل کې د شوي پلي ځانمرګي برید له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې امنیتي ځواکونه هم په کې شامل دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه مازیګر مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې د کلیو او بیارغونې وزارت مخې شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي ځانمرګی پلی روان و او په یاده سیمه کې یې د یوې بهرنۍ موسسې موټر په نښه کړ، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، په دغه برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو او ټپیانو کې ۱۰ تنه د کلیو او بیارغونې وزارت کارکوونکي دي، چې پنځه یې وژل شوي او پنځه یې ټپیان دي.
د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دغه برید لږ وړاندې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې بیا د سرحدي پولیسو په اووم کنډک موټر بم ځانمرګی برید وشو، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
جمهورخبري آژانس:کابل