۰

کابل کې ځانمرګي برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
کابل کې د شوي پلي ځانمرګي برید له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې امنیتي ځواکونه هم په کې شامل دی.
کابل کې ځانمرګي برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
کابل کې د شوي پلي ځانمرګي برید له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې امنیتي ځواکونه هم په کې شامل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه مازیګر مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې د کلیو او بیارغونې وزارت مخې شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي ځانمرګی پلی روان و او په یاده سیمه کې یې د یوې بهرنۍ موسسې موټر په نښه کړ، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، په دغه برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې ۱۰ تنه د کلیو او بیارغونې وزارت کارکوونکي دي، چې پنځه یې وژل شوي او پنځه یې ټپیان دي.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دغه برید لږ وړاندې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې بیا د سرحدي پولیسو په اووم کنډک موټر بم ځانمرګی برید وشو، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي