وسله والو طالبانو هغه راپورونه یو ځل بیا رد کړل، چې ویل کېږي افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې پټې خبرې پیل کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارلوس زمېرمن پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه ویلي وو، چې له طالبانو سره د سولې پټې خبرې روانې دي او ښايي مثبتې پایلې ولري.
خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوی له افغان حکومت او یا کوم بل لوري سره د سولې په اړه هېڅ ډول پټې خبرې نه دي پیل کړې.
طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، څو ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم رته بې بنسټه ادعا کړې وه.
طالبانو یو ځل بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د سولې د خبرو د پیل لپاره د طالبانو ستر شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دوی به له افغان حکومت سره د سولې هېڅ ډول پټې خبرې ونه کړي او په دې اړه خپرېدونکې ادعاوې بې بنسټه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل