۰

طالبانو د سولې په اړه د پټو خبرو راپورونه رد کړل

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
وسله والو طالبانو هغه راپورونه یو ځل بیا رد کړل، چې ویل کېږي افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې پټې خبرې پیل کړې دي.
طالبانو د سولې په اړه د پټو خبرو راپورونه رد کړل
وسله والو طالبانو هغه راپورونه یو ځل بیا رد کړل، چې ویل کېږي افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې پټې خبرې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارلوس زمېرمن پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه ویلي وو، چې له طالبانو سره د سولې پټې خبرې روانې دي او ښايي مثبتې پایلې ولري.

خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوی له افغان حکومت او یا کوم بل لوري سره د سولې په اړه هېڅ ډول پټې خبرې نه دي پیل کړې.

طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، څو ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم رته بې بنسټه ادعا کړې وه.

طالبانو یو ځل بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د سولې د خبرو د پیل لپاره د طالبانو ستر شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دوی به له افغان حکومت سره د سولې هېڅ ډول پټې خبرې ونه کړي او په دې اړه خپرېدونکې ادعاوې بې بنسټه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي