ټرمپ:

روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو ډله کې شامله شي

19 جوزا 1397 ساعت 10:18

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو «G7» په ډله کې شامله شي.


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو «G7» په ډله کې شامله شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې پرون جمعه د غبرګولي ۱۸ مه کړې او زیاته کړې یې ده، چې هغه د امریکا له څو مهمو او نېږدې متحدانو سره په مخالف موقف کې دروي.

ټرمپ مخکې تردې چې په کاناډا کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې ته ولاړ شي، د سپینې ماڼۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل چې روسیه باید، بېرته په دې ډله کې شامله شي.

روسیه تر هغه وروسته چې په۲۰۱۴ مېلادي کال کې یې د کرېمېا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شوه.

باید و ویل شي، چې د نړۍ د اووسترو صنعتي هېوادونو[G7] مشرانو په کاناډا کې خپله غونډه نن د جون پر اتمه پېل کړې او په نهمه به هم خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105072

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105072/

جمهور
  https://www.jomhornews.com