۰
ټرمپ:

روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو ډله کې شامله شي

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو «G7» په ډله کې شامله شي.
روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو ډله کې شامله شي
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو «G7» په ډله کې شامله شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې پرون جمعه د غبرګولي ۱۸ مه کړې او زیاته کړې یې ده، چې هغه د امریکا له څو مهمو او نېږدې متحدانو سره په مخالف موقف کې دروي.

ټرمپ مخکې تردې چې په کاناډا کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې ته ولاړ شي، د سپینې ماڼۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل چې روسیه باید، بېرته په دې ډله کې شامله شي.

روسیه تر هغه وروسته چې په۲۰۱۴ مېلادي کال کې یې د کرېمېا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شوه.

باید و ویل شي، چې د نړۍ د اووسترو صنعتي هېوادونو[G7] مشرانو په کاناډا کې خپله غونډه نن د جون پر اتمه پېل کړې او په نهمه به هم خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي