د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د امریکا او شمالي کوریا تر منځ مذاکراتو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې شمالي کوریا د وروستیو لسیزو حالت ښه لیدلي دي، نو دې مسایلو ته په کتو کولی شي خپله پرېکړه وکړي.
سرګي لاوروف وايي، روسیه هېڅ علاقه نه لري، چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ په روانو مذاکراتو کې مداخله وکړي.
هغه زیاتوي، چې په شمالي کوریا کې د روانو کشمکشونو حل وخت ته اړتیا لري او په دې برخه کې واضحو او باوري هوکړو ته اړتیا ده.
روسیه پر داسې مهال دغه نظر څرګندوني، چې تېره ورځ د شمالي کوریا د ولسمشر ارشد سلاکار او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو امریکا ته سفر کړی او له ګڼو چارو سره یې لیدلي دي.
تر دې وړاندې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوه ځلې شمالي کوریا ته د اړیکو جوړو او د دواړو هېواد تر منځ خبرو اترو ته د زمینې برابرو په موخه سفر کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل